سیاستخبرونهټولنهTOP

‎د خوست ولسونو له اسلامي نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ

کابل / د تلې۱۵ مه / باختر
خوستیانو په یوه ولسي غونډه کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه نن خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
په یاده غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري، د خوست والي مولوي محمد نبي عمري، د وزارت د عامه اړيکو او ښوونې او روزنې مسوول حضرت ولي حقاني، د خوست د ټولو قومونو مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، د قومي شوراګانو استازو، ژورنالیستانو او د بېلابېلو ادارو منسوبینو ګډون لاره.
‎د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د خوست سرحدونو او قبایلو چارو رئیس کليم الله حقاني لومړی له مرکز څخه راغلي پلاوي او ګډونوالو ته د غونډې اهداف او اجنډا بيان کړه.
‎وروسته څو تنو قومي مشرانو او چارواکو د افغانستان د اسلامي امارت د بریاوو مبارکي وویله او دغه بریا يې الهي نصرت وباله.
‎دغه راز یې د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت څخه يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
‎په همدې حال کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او ښوونې او روزنې مسوول حضرت ولي حقاني د افغانستان اسلامي امارت برياوو ته په اشارې سره وويل: د اسلامي امارت مجاهدینو د زرګونو شهیدانو په سرښندنې او الهي نصرت سره د اسلام او خلکو دښمنانو ته ماتې ورکړه؛ نو په کار ده چې د افغانستان ټول ولسونه سره لاسونو ورکړي او د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل هېواد د آبادۍ او سرلوړي لپاره نه ستړېدونکې هلې ځلې وکړي.
‎هغه له خلکو سره د ا.ا.ا د مجاهدينو ښه چلند او له دوی سره د ګډ کار په اړه هم هر اړخيزې څرګندونې وکړې.

‎په ورته وخت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وویل چې دغه ستره بریا د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغان ولس د مشترک جهاد پايله ده، مهمې موخې مو د خپلواکۍ ترلاسه کول او اسلامي نظام ټينګښت و، چې په الهي نصرت او د افغانانو په سرښندنو سره خپلو اهدافو ته ورسېدو اوس په کار ده چې په ګډه د هېواد اقتصادي حالت ښه او پیاوړی کړو.
‎نوري زیاته کړه: قبایل ایمانداره، حریت او اتحاد خوښوونکي او پیاوړي خلک دي چې په دغو اصولو هرڅه ترسره کیږي.
‎د ده د څرګندونو له مخې؛ پالیسي مو د دین له نظره واضح ده د دې پالیسي تر عنوان لاندې به له هېوادونو سره د خپلو اسلامي اصولو، تاریخ او عنعناتو مطابق اړيکې پالو، اسلامي امارت د هېواد د هرې برخې جوړونې او رغونې ته ژمن دی او دا زموږ لومړیتوب دی چې د خپلو ټولو ولسونو ستونزې هوارې کړو.
‎په غونډه کې د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړنې وستايلې، افغانان په تېره بيا قومي مشران يې د خپل هېواد او نظام ملاتړ او ساتنې ته وهڅول.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته