ټولنه

‏ په افغاني ټولنه کې ښځې ته تر کومه حده حق ورکړل شوی دئ؟

– کابل/ د کب ۱۸ مه/ باختر
ښځې چې د بشري ټولنې یوه مهمه برخه ده، په افغاني ټولنه کې ټول هغه حقونه ورکړل شوي چې اسلام ورکړي دي.
ځینې وخت به داسې هم شوي وي چې په یو شمېر سیمو کې به له ښځو سره زور زیاتی شوی وي/ کېږي به؛ خو دا په دې معنی نه ده چې په افغاني ټولنه کې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کېږي.
په افغاني ټولنه کې که په یو شمېر سیمو کې له ښځو سره د زور زیاتي خبرې کېږي؛ خو د هېواد په زیات شمېر سیمو کې ښځې ته په کورني او ټولنیز ژوند کې د نظر، زده کړې، دندې او آن د ګډ ژوند لپاره د ملګري د ټاکلو حق ورکول کېږي.
په اسلام کې هم تر بل هر مذهب او دین ښځې ته ځانګړی ځای ورکول شوی او افغانان هم ټول د اسلام تر چتر لاندې ژوند کوي، نو هغه څوک چې دین یې اسلام وي، څنګه امکان لري چې ښځې ته به حق نه ورکوي.
د اسلام په راتګ سره په نړۍ کې د ښځو ځورول، رټل او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د اسلام ستر لارښوود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حدیثونه راغلل او الله پاک هم ایاتونه نازل کړل او سړیو ته یې امر وکړ چې ښځه هم پر خپل مېړه هومره حق لري څومره چې خاوند پر خپلې ښځې لري.
دا چې په اوسني وخت کې په یو شمېر سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ثبتې شوې دي، په اصل کې دا له اسلام او افغاني ټولنې سره برابر نه دي، ځکه چې په افغاني ټولنه کې ښځې ته لوړ مقام ورکړل شوی دی، خو هغه څه چې د تاوتریخوالي د پېښو لامل کېږي جګړه ده، چې په تېرو څلورو لسیزو کې يې زیات افغاني ارزښتونه زیانمن کړل.
په کابل کې د باختر آژانس رییس نجیب الله شینواري هم د ( مارچ اتمه او د افغان ښځو ستونزې) تر عنوان لاندې مقاله کې کښلي چې په افغاني ټولنه کې چې له تاریخي پلوه دودیزه ټولنه ده او خلک یې خپلو ملي او معنوي ارزښتونو ته کلک ژمن دي، ښځه خورا لوړ مقام لري.
شینواري زیاتوي چې له تاریخي پلوه ښځې په افغاني ټولنه کې له هر راز بریده خوندي دي، په خبره یې په تېرو وختونو کې په ډېرو سختو دښمنیو او بدیو کې هم چا زړه نه ښه کاوه چې پر ښځو برید وکړي، ځکه چې پر ښځو برید یو ډول شرم ښکارېده؛ خو له بده مرغه د جګړې په کلونو کې د افغاني ټولنې ګڼ ارزښتونه زیانمن شول.
د شینواري د څرګندونو له مخې؛ هغه تاوتریخوالی چې په یو او بل نوم د ښځو پرخلاف ترسره کېږي، د اسلام سپېڅلي دین له ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي او نه د افغاني تولنې له تاریخي دودونو سره همغږي لري.
شینواري وايي چې د ښځو پر خلاف تاوتریخوالی نه اسلامي پدیده ده او نه هم افغاني، دا د یو شمېرمتعصبو کړیو هڅه ده چې غواړي د ټولنې د پرمختګ مخه ونیسي او ښځې له خپلو هغو حقوقو بې برخې کړي چې اسلام ورکړي دي.
هغه وايي چې د افغان ښځو پروړاندې تر ټولو ستره ستونزه همدا ناسم تفکر دی او تر هغو چې دغه راز تفکر ته د پای ټکی ورنه کړل شي، د ښځو پر خلاف تاوتریخوالی به هم دوام مومي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو نړېواله ورځ یا د مارچ اتمه نمانځل کېږي په کابل کې یو شمېر ښځې واټونو ته راوتلي او په هېواد کې د روانې جګړې د پای غوښتنه کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته