خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک پولي سیاست- د اسعارو د تبادلې نرخ او د اسعارو د ارزښت ټیټېدل

لیکوال: اجمل احمدي، د افغانستان بانک لوی رئیس

په دغو وروستیو کې د افغانیو نوسان د رسنیو او عامو افغانانو پام ځان ته اړولی دی. له همدې امله، د افغانستان بانک اړینه بولي چې د یادې موضوع په تړاو توضیحات وړاندې کړي. که څه هم دا یو منفي لرلید دی، د اسعارو نوسان  د هېوادونو په اقتصادونو کې تر ډېره یوه عامه پېښه ده او پېښیدل یې یو شمېر لاملونه لري؛ خو د افغانۍ د نرخ د ټیټېدو اصلي لامل په هېواد کې اوسنۍ اقتصادي او سیاسي بې ثباتي ګڼل کېږي.

اجازه راکړئ چې دا واضحه کړم چې د اسعارو د تبادلې نرخ څه ته وایي او پر اقتصاد يې اغېزه څه ده؟ د اسعارو د تبادلې نرخ  د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د هېواد د پولي واحد ارزښت ته ویل کېږي. په ساده ژبه، په بهرنیو اسعارو د کورنیو پیسو پیرل او پلورل دي. په حقیقت کې دا د یو هېواد د سالم اقتصاد یو له تر ټولو مهمو ټاکونکو عواملو څخه دی. د اسعارو نوسان د یو هېواد د سوداګرۍ پر بیلانس اغېزه کوي. د لوړ ارزښت لرونکي اسعار د یو هېواد د وارداتو ارزښت راټیټوي او برعکس په نړیوالو بازارونو کې د صادراتو د ارزښت د لوړېدو لامل ګرځي او پر ټیټ ارزښت لرونکو اسعارو منفي اغېزه لري.

باید وویل شي چې افغانستان هیڅکله د اسعارو د تبادلې د ټاکلي نرخ سیستم نه درلود. دا په دې معنی ده چې د افغانستان بانک اجازه ورکړې، چې افغانۍ د مبادلې په بازارونو کې د افغانۍ او بهرنیو اسعارو د عرضې او تقاضا پر بنسټ نوسان ولري. د دې یادونه خورا مهمه ده چې د اسعارو د نرخ لوړوالی او ټیټوالی په بیلابیلو عواملو او په ځانګړې توګه د هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو پورې تړاو لري. همدا ډول، انفلاسیون، د تکټانې د نرخ توپيرونه، د جاري حساب کسر، عامه پور او اقتصادي کړنې یې نور لاملونه ګڼل کېږي. غواړم په دې برخه کې ځینې نړیوالې ستونزې او موضوعات وړاندې کړم.

د اسعارو د ارزښت د زیات راټیټېدو یوه بیلګه په ۲۰۱۸ کال کې د ترکي لېرې ارزښت دی چې ۲۰ سلنه ټیټوالی یې موندلی و. د یاد چټک ټیټوالي ځینې لاملونه په لاندې ډول دي: لومړی لامل یې د لېرې د ارزښت د ټیټوالي په دوام د ترکي کمپنیو لخوا په امریکايي ډالرو او یورو د پورونو د ورکړې د ناتوانۍ په برخه کې د پانګوالو وېره وه. دویم لامل یې د ترکیې د المونیمو او فولادو  په صنعت د ټرمپ لخوا د دوه برابره ګمرکي تعرفو د وضع کولو تصویبول وو. همدا ډول، د دې هېواد مرکزي بانک د ټکټانې نرخونو د لوړوالي مخه ونیوله، حال دا چې یاد بانک د بهرنیو اسعارو کافي زېرمې نه لرلې، چې د بهرنیو اسعارو په مارکیټ کې سیالي وکړي. له دې وروسته ترکي لېرې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲۶ سلنه ټیټوالی وموند او له ۲۰۱۷ زیږدیز کال راهیسې یې له ۵۰ سلنې زیات ارزښت له لاسه ورکړ. تر دې هم لویې بیلګې په دې څو وروستیو کلنو کې د ایراني ریا‌ل او ازبکستاني سوم د ارزښت ټیټیدل دي.

له همدې امله افغانۍ یواځینی پولي واحد نه دی چې د کلونو په تېرېدو سره یې د ارزښت له پلوه ټېټېدونکی بهیر لرلی دی. لکه څنګه چې یادونه وشوه، د اسعار نرخ د کورنیو او نړیوالو اقتصادي بدلونونو له امله ټیټیږي او لوړیږي. د شپږو کلونو بهیر (چې په لاندینیو ګرافونو کې ښودل شوی) ښیي چې، د ګاونډیو هېوادونو د پولي واحدونو ارزښت هم ټیټوالی موندلی دی. د بیلګې په توګه، د امریکايي ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په ۲۰۱۰ کال کې ۸۵، په ۲۰۱۵ کال کې ۱۰۲ او په پایله کې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۶۱ ته راټیټ شو.

 

افغانۍ د لوړ نوسان لرونکو اسعارو په وړاندې            افغانۍ د کم نوسان لرونکو اسعارو په وړاندې

               

د افغانۍ نوسانونه

راځئ چې اوس په ځانګړي ډول د افغانۍ وضعیت وڅېړو. د تیرو کلونو په اوږدو کې د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو په پرتله د افغانۍ د ارزښت کموالی څلور سلنه ښودل شوی چې زمونږ په هېواد کې د پورته ذکر شویو واقعیتونو په پام کې نیولو سره تر ډیره کم بلل کېږي. په ځانګړې توګه، افغانۍ په تیرو ۳۰ ورځو کې چټک ټیټېدونکی بهیر تجربه کړی چې د هېوادوالو ترمنځ یې اندېښنې راپورته کړي دي، چې د دوی دغو پر ځای اندېښنو د درک کولو ترڅنګ دا وایو چې وروستي امنیتي او سیاسي بدلونونه د افغانۍ د ارزښت د ټیټوالي بنسټیز لامل دی. په ورته وخت کې، انفلاسیون په یو رقمي کچه کې ساتل شوی دی. مونږ باید په یاد ولرو چې د افغانستان بانک بنسټیزه موخه د هغو پولي سیاستونو د طرحه کولو له لارې د بیو د ټیکاو ساتل دي، چې په مالي ثبات کې مرسته کوي.

د اسعارو د تبادلې د نرخ پر وړاندې د مرکزي بانکونو دنده څه ده؟

مرکزي بانکونه په ډېری هېوادونو کې عمده مالي ادارې دي. د انفلاسیون د مخنیوي او د پولي سیاست د ترتیبولو په مرسته د مالي ثبات ساتل د مرکزي بانکونو دنده ده. د پولي سیاست په برخه کې د مرکزي بانک پریکړې د اسعارو د تبادلې د نرخ په ټاکلو کې خورا مهم دي. همدا ډول، مرکزي بانک د پیسو د عرضې او د ټکټانې د نرخونو په بدلولو او د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د مداخلې په کولو سره د اسعارو د نرخ په څېر د کورني اقتصاد متحولونه اداره کوي. چې دا چاره د اسعارو د تبادلې د نرخونو د تغیر لامل ګرځي. مرکزي بانک د اسعارو د تبادلې په بازار کې د اسعارو د پیر او پلور په موخه د خپلو کورنیو او بهرنیو اسعارو له زېرمو څخه ګټه اخلي.

د افغانستان بانک په بازار کې د اسعارو د نرخ تبادله خپله موخه نه ګرځوي. که څه هم، د افغانستان بانک د لوی اقتصاد پر نورو شاخصونو د پام وړ اغېزې په پام کې نیولو سره د اسعارو د تبادلې بهیر له نږدې څاري، چې د اسعارو د تبادلې لوی نوسانونه راکم کړي. د سترو پولي واحدونو پر وړاندې د افغانۍ د تبادلې نرخ ډیر کم نوسانونه تجربه کړي دي. د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې، د افغانۍ ارزښت ۰.۷۱ سلنه راکم شوی او یو امریکايي ډالر په اوسط ډول په ۷۷.۳۳ افغانۍ تبادله شوی او د می میاشتې تر پاه د تبادلې نرخ ۷۷.۶۶ افغانۍ ثبت شوی دی.

په مرکزي بانک کې مونږ د پولي سیاست د موخو د ترلاسه کولو لپاره له درېیو ابزارونو کار اخلو. یاد ابزارونه  د اضافي نقدینه ګۍ د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي چې انفلاسیون په ټاکلي حد کې پاتي شي. د پانګه ییزو پاڼو لیلام، د ازاد بازار عملیات  او د ودیعې لیلام د دغو ابزارونو اجزاوې ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو ترڅنګ، د کوویډ- ۱۹ ناروغي یو بل عامل دی چې د سوداګرۍ، خصوصي سکتور او تولیدي او د خدمتونو د سکتورونو په ګډون یې ټولیز اقتصاد کمزوری کړی دی. د کرونا ویروس درېیمې څپې له فزیکي او رواني پلوه پر ډیری افغانانو اغېزه کړې ده.

په حقیقت کې، نړیوالو همکارانو په وروستیو ناستو کې د اسعارو د مبادلې د نرخ په ګډون په عمده لویو اقتصادي متحولونو کې  زمونږ د اوسني حالت ستاینه کړې ده. د کریډیټ د غځونې د اسانتیا د پروګرام په اړه د پیسو د نړیوال صندوق څېړنه بریالۍ وبلله او راتلونکې مرستې یې تأمین کړې. د دې خبر پاڼې بشپړ متن دلته لوستلای شئ: د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان اسلامي جمهوریت لپاره د کریډټ د غځونې د اسانتیا پروګرام په اړه خپله لومړۍ څېړنه بشپړه کړه.

د پیسو د نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال، ښاغلي میتسوهیرو فوروساوا د ارزونې له بشپړېدو وروسته د پیسو د نړیوال صندوق د جون د ۷ نېټې په خپرپاڼه کې چې د افغانستان د بانکوالۍ او مالي کړنو په اړه وه، د خپلو افغان همکارانو داسې ستاینه کړې ده: “له سختو ننګونو سره له لاس او ګریوان کېدو وروسته همکارانو د دې پروګرام پیاوړی مالکیت وښود. پرمختګ، د لوی اقتصاد ثبات، د ډونرانو په مالي مرسته رامنځته کېدونکي سمونونه، ظرفیت لوړونه او د واکسینونو د تطبیق چټکتیا د افغانستان په مالي کړنو د کرونا وبا د اغېزو د له منځه وړلو په برخه کې یې بنسټيز رول لوبولی دی.”

اوس نو پوښتنه دا ده چې مخکې څه کولای شو؟ سربېره پر دې چې په افغانستان کې تهدیدونه زیات شوي، د افغانستان بانک د کافي زیرمو او ظرفیتونو په لرلو سره د هېواد د لوی اقتصاد د ټیکاو ساتلو توان لري. سربېره پر دې، د افغانستان بانک په دې ربعه کې په نورو بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي چې د بیلګې په توګه د خپل ملي تادیاتي سیستم پراختیا یادولی شو. په پایله کې ویلی شو چې د انفلاسیون کچه ټیټه پاتې شوې، لوی اقتصاد باثباته دی او د افغانستان بانک چمتو دی چې د اقتصادي پراختیا ملاتړ وکړي.

 

لیکونکی: اجمل احمدي، د افغانستان بانک لوی رئیس

د افغانستان بانک لوی رئیس اجمل احمدي دی او له دې مخکې یې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر او همدارنګه د جمهوررییس د اقتصادي سلاکار په توګه دندې ترسره کړي دي. نوموړي د شتمنیو د مدیریت په بیلابیلو شرکتونو او نړیوال بانک کې شاوخوا یوه لسیزه دنده ترسره کړې ده. نوموړی همدا راز له هارورډ پوهنتون څخه په (MBA and MPA/ID) کې دوه ماسټرۍ لري. د ښاغلي اجمل احمدي مقالې له دې مخکې په هارورډ بزنس سکول، ده هیل، فایننشل ټایمز او باختر خبري اژانس کې خپرې شوي دي.

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته