سیاست

په کابل کې د پروني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل / باختر/ د مرغومي د مياشتې ٤مه
د افغانستان دښمنانو په کابل ښار کې د پرونۍ ترهګریز برید په ترسره کولو سره زموږ یو شمېر هیوادوال ټپیان او شهیدان کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستان د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د خپلې ماتې د پټولو لپاره په ملکي وګړو، عامه تاسیساتو  او هغو ادارو چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته خدمات او اسانتیاوې برابروي بریدونه کوي، مګر دوی به هیڅ وخت د دغه ډول وحشتونو له لارې خپلو ناوړو موخو ته ونه رسېږي.
د هیواد جمهور رئیس د پېښې د مهارولو ، د زیاتو تلفاتو د مخنیوي او د تروریستانو په له منځه وړلو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اقدام، مېړانه او مسلکي چلند وستایه. اړونده مسوولینو ته یې د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه او د یادې تروریستی پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي. پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته