کابل / د تلې٢٩مه / باختر:
د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت د مالي او اداري معين فضل الباري فضلي په مشرۍ غونډه کې د کرنې وزارت په عوايدو کې دعشراو زکات د شاملولو په اړه خبرې وشوې.
د باخترآژانس د خبر له مخې: په دې غونډه کې چې د کرنې وزارت د عايداتي څانګو مسوولانو هم برخه لرل، د کرنې وزارت اداري او مالي معين وويل: عوايد د هېواد د هر غړى، ټولنې ، په ژوند، دولت په بسياينه کې مهم دى.
هغه وويل: دغه غونډه د مشروع، اصولي او قانوني عوايدو د راټولولو، او د يو واحد پروګرام د برابرولو، د بسياينې په لورتګ، په عوايدو کې د عشر او زکات شاملول چې د اسلام مبين دين له مهمو ارکانو څخه دى، جوړه شوه.
ده له اړوندو مسوولانو وغوښتل چې پر مشخصو مواردو لکه د هر رياست دعوايدو اندازه، دعوايدو زياتوالي او د معياري عوايدو د راټولولو په اړوند خپلې نظرې شريکي کړي.
وروسته د کرنې د عايداتي څانګو رييسانو د خپلو کړو وړو، دعوايدو د راټولولو د لارو چارو، د کرنې د برخې دعوايد د زياتوالي د لارو چارو، بڼوالى او مالدارۍ په اړه معلومات ورکړل.
\ ذ