سیاست

دويم افغــان ديپلومات د ملګــــروملتو دسازمان دســـرمنشي داستازي په توګه وټاکل شو

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢٩ :
ظاهـــر طنين په  کــوزوو کې  د ملګـــروملتو  د سازمان  د  سرمنشي ځانګړى   استازى   وټاکل شو.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
  د ملګروملتو سرمنشي  بان کي مون ظاهر طنين يې دکوزوو په  جمهوريت کې  دخپل ځانګړي استازې په توګه  معرفي کړ.
ظاهر طنين مخکې له دې د ملګروملتو په سازمان کې  دافغانستان  دځانګړې استازي  په توګه دنده  ترسره کوله .
ټاکل شوې  ده  د روانې مياشتې په  پاى کې  د افغـــان  ديپلومات فــــريد ظر يف  ځاى ناستى شي .
فريد ظريف  په ليبريا کې د بان کې مون د ځانګړي استازي  په توګه ټاکل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته