خبرونهاقتصاد

د کندز د بزګرانو ستونزو ته رسیده ګي کېږي

کابل /د سلواغې ۶مه /باختر
د هېواد د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزارت سرپرست نن د یو کاري سفر لپاره کندز ته ورسید او له بزګرانو سره یې ژمنه وکړه چې ستونزو ته مو رسیده ګي کېږي.
د باخترآژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو د وزارت سرپرست شیخ عبدالرحمن راشد له بزګرانو وغوښتل چې د کرنې د ودې لپاره جدي هلې ځلې وکړي چې په راتلونکي کې په خپلو پښو ولاړ او سوکاله ولایت ولري.
هغه د کندز له یو شمېرخلکو سره په کتنه کې وویل چې به وروستیو کلونو کې اشغالګرانو د هېواد ټوله شتمني له منځه وړې ده چې بیا رغونې ته اړتیا لري.
هغه له ملي سوداګرو وغوښتل چې اوس په هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی او باید په ټولو برخو کې پانګونه وکړي.
د هېواد د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزارت سرپرست زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد ټولو خلکو په تېره بیا له کندزیانو سره ژمنه کوي چې افغانستان جوړوي او د هېواد اقتصاد بیا احیا کوي. د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزارت ورو ورو د بزګرانو ټولو ستونزو ته رسیده ګي کوي.ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته