امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د۲۵ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٦مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتوکې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، د شپږو تنو داعشیانو په ګډون ۲۵تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، خوست، غزني، قندهار، جوزجان، کندز او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتوکې تر سره شول چې په پایله کې يې د دښمن لس موټرونه، اته موټرسايکلونه او دوه پټنځي له منځه وړل شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې د وسلو او مهماتو یوه زیرمه له منځه وړل شوې ده.
  په تیرو ۲۴ ساعتونوکې ٩چاڼیز او  ۹خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۸ ولایتونوکې په لاره اچول شوي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۵پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۱۳هوایي ګوزارونه د دښمن په پټنځایونو شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته