امنیت

دجوزجان ولايت يوشمير خلکو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياو څخه ګټه واخيسته

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
دجوزجان ولايت يوشمير  خلکو پرون دملي پيوستون دپروګرام   دټولگټو پروژو له اسانتياو څخه ګته واخيسته .
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دخپرونو رياست باختراژانس  ته خبر ورکړ. دپنځه اتيا مليونو شپږ سوه پنځه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت ددغه ولايت په درز اب  ولسوالۍ کې د ملي پيوستون دپروګرام د دوه پنځوسو ټولګټو پروژو کار بشپړ او دخلکو داستفادې وړوګرځيد ې .
په دغو پروژو کې  دښوونځيو دودانيو ، ټولنيزو مرکزونو ،  دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو ، دمحافظوي ديوالونو ، دکرنې داوبو دکانال او پلې لارې ديوه پله جوړول ، ددريو کليولپاره دڅښاک دروغتيايي اوبو د شبکې غځول  ، دلاسي بمبو  په درولو سره داوبو دنيمه ژورو څاګانو کيندل ديوه کلي  په خلکو دڅښاک دروغتيايي اوبو داته اويا فلزي  زيرمو ويشل او په سړک کريړ  اچول شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت په جوزجان ولايت کې  دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٥١٢ کلي دملي پيوستون دپرمختيايي پروګرام تر پوښښ لاندې نيولي دي او په دې بريالى شوى دى چې په بېلابېلو برخوکې د ١٦٠٢ پروژو کار بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته