ښوونه او روزنه

فراغت سندونه وويشل شول

  کابل باختر د وري  دولسمه
   دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزيرې نن دازادي دروزنې  دمرکز  دفارغانو دفراغت سندونه وويشل  .
  په دى دوره کې په دولتي روزنتونونوکې دنجونو اوهلکانو په ګډون يو سلو څوارلسو  تنو  دازادي دروزنې په مرکز دانګليسي او ترکي ژبو او دکمپيوتر ، الجبر ، هندسې  او مثلثاتو په څانګوکې  زده کړې کړي دي .
  دباختر اژانس دخبر له مخې، په هغو مراسمو کې چې  له  همدې امله دتهيه مسکن   دروزنتون په تالار کې پرځاى شوي و امنې افضلي له دغه  مرکزڅخه ددغو ځوانانو فراغت دعلم او پوهي دزده کړې او معرفت په لاره کې دهيواد په روزنتونونو  دشاملو ځوانانو په هڅو کې  يو ګام وباله .
  دشهيدانو معلولينو او دکار او ټولنيزو چارو  وزيرې دغه راز ټينګار وکړ چې هلې ځلې کوي  په روزنتونونو کې نورو ماشومانو ته داسې زمينې  برابرې کړي چې ښه زده کړه وکړي او استعدادونه يې وده وکړي .
امنې افضلى وويل. دتيرکال په  بهير کې  دروزنتونونو  نهه سوه ځوانان او دټولنې  نور اړ ځوانان دازادي دروزنې  له مرکزڅخه فارغ شوي دي .
دې له هغو ځوانانو څخه چې دکانکور په ازموينه کې بي نتيجې پاتې دي وغوښتل دحرفوي زده کړو مرکز ته مراجعه وکړي او دخپل علاقي وړ حرفوي زده کړې ته مراجعه وکړي .دروزنتونونو لوى رييس سيد عبدالله هاشمي دباختر  اژاس خبريال   ته وويل ، په  ١٣٩٠ کال دمرکز او ولايتونو دروزنتونونو شپيته تنه شاملان له ليسې  څخه فارغ او اوولسو تنو يې دکانکور له لارې دلوړو زده کړو موسسو ته لاره وموندله  ، ديرشو تنو ته يې په خصوصي پوهنتونونوکې دشموليت په شرايطو برابر   شوي دي او شلو تنو فارغانو ته دتحصيلي بورسونو له لارې د زده کړې شرايط برابر شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته