ښوونه او روزنه

په خوست ولایت کې دکرنې اومالدارۍد مسلکي انستیتیوت ودانۍ جوړیږي

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١٢ مه
په خوست ولایت کې دکرنې اومالدارۍد مسلکي انستیتیوت ودانۍ د بنسټ ډبره دخوست دوالي پوهنمل حکم خان حبیبي له خوا نن دځانګړو مراسموپه ترڅ کې کیښودل شوه.
باخترآژانس ته په رارسيدلوخبرونو کې ويل شوي دي.
دغه انستیتیوت دخوست ښارختیځه برخه کې غرغښت لېسې ته څيرمه ديوولس جريبه ځمکې په ساحه کې جوړیږي،چې کارونه به يي په شپږو میاشتو کې بشپړشي.
دخوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي له ژورنالېستانو سره په خبروکې وویل،چې ددغه انستیتیوت په جوړولوسره به د کرنې اومالدارۍ په وده کې پرمختګونو رامنځ ته شي.چې دمحصلینو دپاره به دعملي زده کړو زمنیه هم برابره شي.ده وویل، دامهال موږ په دې برخه کې جدي کار ته اړتیا لرو.حبیبي وویل،ددغې ودانۍ مالي لګښت دالمان (جرمني) هېواد لخوا ورکول کیږي،چې شاوخوا اووه لکه نولس زره ایروپرې لګول کیږي دخوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي همداشان وویل، چې یواځې وداني نه ده بلکې په عصري تخنیکي وسایلوسمبال انستیتیوت په جوړولوسره به په کارپوهه کادرونه ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کړي.
((دغه انستیتیوت چې دشپږو میاشتو په موده کې په اووه لکه نولس زره ایرو د المان هېواد لخوا پرې لګیږي،بلکې یواځې دودانۍ خبره نه ده ، بلکې په دې انستیتیوت کې تاسیسات،ملحقات،لابراتوار،دعملي کار دپاره ساحې،بڼونه،اونور وسایل پکې شامل دي))
دخوست ولايت دپوهنې ریس انجینربختنوربختیاروویل چې دکرنې مسلکي انستیتیوت محصلینو دپاره يي دا مهال په ښارکې دزده کړو دپاره کرايي کورنیولی،چې له جدي ستونزو سره مخامخ دي،دى وايي چې د انستیتیوت د ودانۍ په جوړیدوسره به يي ستونزې ترډیره بریده حل شي.
دامهال په خوست کې دکرنې اومالدارۍ دمسلکي انستیتیوت ترڅنګ په دې برخه کې درې مسلکي لېسې هم فعالیت کوي، چې زرګونه زده کوونکي په بيلابيلو څانګوکې په زده کړو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته