امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دناټو دهوايي بريدونو ددوام پرخلاف غبرګون کې پراخې مظاهرې .

 

کابل باختر د ليندي شپاړسمه

دافغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې سلګونو تنو دناټو دهوايي بريدونو ددوام پرخلاف غبرګون کې په مظاهرو لاس پورې کړ.

 دمظاهرو برخه والو دامريکايي ضد شعارونو په ورکولو سره له قيد اوشرط  پرته ددغو بريدونو دبندولو غوښتنه وکړه .

 دغه مظاهره کوونکي چې شمير يې څه دپاسه پنځه سوه تنو ته رسيده نن له غرمې مخکې دماڼوګي ولسوالۍ په لاره کې راټول شوي و.

 دمظاهرو  يو تن برخه وال غلام رسول باختر اژانس ته وويل:  نور دناټو په هوايي بريدونو  کې دبيګناه خلکو دمرګ ژوبلې له  امله په تنګ شوي يو او له دولت څخه غواړوچې ددغو بريدونومخه ونيسي .

 دناټو په هوايي بريدونوکې دملګي وګړو مرګ ژوبله تل دافغانستان دخلکواو دولت دغبرګونونو سبب شوې ده .

  دمظاهرو يو تن برخه وال وايي  چې دوى دهغو هوايي بريدونو  مخالف نه دي چې په وسله والو طالبانو کيږي خو دده په خبره دناټو پوځيان په ځينومواردوکې دغلطو رپوټونو له مخې په ملکي وګړو بريدونه کوي .

 په همدې حال کې دناټو پوځيانو په وار وار ويلي دي چې ددوى هوايي بريدونه په افغانستان کې دتروريستي فعاليتونو دکمښت او دتروريستانو په ځپلو کې ګټور دي .   ختم-  عطاالله _ اکرم

 دملي امنيت دادارې لوى رييس له يوې تروريستي پيښې څخه روغ  رمټ پاتې شو . ٢٢-کابل باختر د ليندي شپاړسمه

  دملي امنيت دادارې دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ چې دملي امنيت دادارې لوى رييس نن په کابل ښار کې له يوه ناوړه تروريستي قصد څخه روغ رمټ پاتې شو .

 دپيښې په اړوند څيړنې او تحقيقات دوام لري او جزئيات وروسته وړاندې کيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته