امنیت

په کابل کې د ځانمرګي بريدله امله ١٢تنه ووژل شول او ٦٦ تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
په هغه ځانمرګي بريدکې چې نن مازيګر د کابل ښار د دريم مکروريان په ساحه کې وشو؛ د يوه بهرني تبعه په ګډون  زموږ ١٢ تنه  هېوادوال ووژل شول او ٦٦ تنه نور ټپيان شول.
د دغې تروريستي پيښې په قربانيانو اوټپيانوکې ښځې اوماشومان شامل دي.
د عامې روغتيا وزارت د مرکز د روغتونونو رييس ډاکتر سيدکبير اميري  د باختر آژانس خبريال ته وويل: په هغه ځانمرګي بريدکې چې نن مازيګر دکابل ښار په دريم مکروريان کې د شينو زاده روغتون ته په  مخامخ سړک وشو؛ زموږ  ١٢تنه هېوادوال شهيدان او ٦٦ تنه نور ټپيان شول چې ټپيان په څو روغتونونوکې تر درملنې لاندې دي.
ويل شوي دي چې  د دغې تروريستي پيښې په ټپيانوکې پنځه ښځې هم شته.
ډاکتر اميرى وايي: د دغې پيښې د سر د زيان د شمېر د زياتوالي احتمال شته؛ ځکه يوشمېر ټپيان په بد روغتيايي حالت کې دي.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس سيدفريدون عبيدي تاييده کړه چې دغه ځانمرګى بريد په موټرکې د ځاى پرځاى شوي بم په واسطه ترسره شو او هدف يې د بهرنيو ځواکونو وسايط  و.
سره له دې چې عبيدي ومنله په دې پيښه کې د سر زيان  اوښتى دى؛ خو دقيق شمېر يې په ډاګه نه کړ او په زياتو تحقيقاتو باندې يې ټينګار وکړ.
ده دغه راز وويل: ښايي په دې پيښه کې بهرنيو ځواکونو ته هم د سر زيان اوښتى وي؛ خو زيات زيان هغو ملکي وګړو ته اوښتى دى چې له ساحې څخه د تيريدو په  حال کې وو.
په دې پيښه کې څوموټرو ته هم تاوان اوښتى او يوه ليږدونکې واسطه چې په دې پيښه کې زيانمنه شوې ده او د پيښې په ځاى کې پاتې ده؛ په يوه خصوصي ښوونځي پورې اړه لري .
دغه راز د پيښې د ځاى  شاوخوا کورونو ته هم تاوان اوښتى دى.
طالبان د دغې پيښې عاملين بلل شوي دي.
نننۍ پيښه د روان کال د زمري د مياشتې د شپاړلسمې نيټې د جمعې د ورځې له تروريستي پيښو وروسته ترسره کيږي چې په هغوکې په کابل کې د دريو ځانمرګو بريدونوپه بهيرکې ٥٠ تنه شهيدان شول.
  دغه ًبريدونه بې ساري بلل شوي وو.
د زمري د مياشتې د شپاړلسمې نيټې له پيښو وروسته د طالبانو د ډلې وياند د مسووليت د ادعا په ترڅ کې په ډاګه کړه چې د طالبانو نوي مشرتابه د دغو بريدونو د طرحه کولو امر وکړ چې ثابته شي چې د دوى نوى مشر ملا اخترمحمد منصور پياوړى او په حالاتو واکمن دى او د دغه شان بريدونو په ترسره کولوکې دطالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف نشته .
د زمري د مياشتې د شپاړلسمې نيټې په بريدونوکې د ننني بريدپه شان دسر دروند زيان  ملکي وګړو ته واوښت.
سياسي کارپوهان وايي: طالبان  په نويو پرمختياووکې  د يوه نامه يوه برخه ده؛ لکه څنګه چې دوى د خپلې  ډلې د مشر ملاعمر په مړينې خبر نه وو؛ د هغو ځانمرګو بريدونوله لارې چې د آى اس آى له خوا طرحه کيږي؛ هم خبر نه دي؛ بلکې يوازې د دغه شان بريدونو د ترسره کولو وسيله ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته