کابل باختر د غبرګولۍ پنځه ويشتمه
په سمنګانوکې اتلس تنه ښځينه قابلي دروزنيزې دورې له بشپړولو وروسته دخلکو په خدمت وګومارل شوې.
دباختر اژانس دخبر له مخې ، په ولايتونوکې د ښځينه قابلو شتون له شک پرته دميندو اوماشومانو د مړيني دکچې په کمښت باندې اغيزه کوي .
په سمنګانو ولايت کې د قابلو ددفتر يوې مسوولې وويل اووه کاله مخکې هم اووه تنه قابلي دسمنګانو ولايت دقابلو دروزنې له ښوونځي څخه فارغې شوې دي .
دغو قابلو د دوه کلنۍ روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل .