فرهنګ

په موسی کلا ولسوالۍ کې د نشه يي توکو مرکز له منځه يوړل شو

لښکر ګاه باختر د لیندۍ د میاشتې ۸ مه
تېره شپه افغان کمانډو ځواکونو د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د نشه يي توکو يو لوی مرکز له منځه وړی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې افغان کمانډو ځواکونو په موسی کلا ولسوالۍ د نشه يي توکو پر يوه ستر مرکز عملیات ترسره کړي دي.
هغه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې په زرګونه ګيلو ګرامه نشه يي توکي او يوه زیاته اندازه مهمات له منځه وړل شوي دي.
د نشه يي توکو د مبارزې وزارت له زیاتو هڅو سره،سره بیا هم د نشه يي توکو کرکيله زیاته لېدل کېږي.
د نظر د خاوندانو په آند که بزګرانو ته مناسب بدیل ورکړل شي،نو لرې نه ده چې بزګران به د نشه يي توکو د کرکیلې پر ځای حلالو کښتونو ته مخه کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته