فرهنګ

جلال نوراني: صداقت او رښتينولى په ټولوکارونو په تيره بيا په ژورناليزم کې دعمل ملاک او لارښود دي

کابلباختر دسرطان ٨
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني د ژورناليستانوفدراسيون له خوا د خپرې شوې اعلاميې په باره کې وويل چې صداقت او رښتينولى په ټولو کارونو په تيره بيا په ژورناليزم کې د عمل ملاک او لارښود دي.
نوراني زياته کړه: د ژورناليستانو فدراسيون ادعا کړې ده چې په تيروڅلورو کلونوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ګنې د رسنيوعالي شورا ته د دوو تنو خبريالانو د انتخاب د طرزالعمل د برابرولو په لاره کې بې پروايي کړې ده . په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څلور کاله مخکې درې ځلې د خبريالى د مرکزونو استازو ته بلنه ورکړه چې په خپلوکې سره کښيني او دخپلې خوښې دوه تنه استازي دې د رسنيو عالي شورا ته معرفي کړي. خو له بده مرغه هرځلې دوى په مجلسونوکې خبرې وکړې او په دې بريالي نه شول چې څوک انتخاب کړي.
نوراني زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د دغې تشې د ډکولو په خاطر په لنډ مهال ډول دوه تنه خبريالان د رسنيو عالي شورا ته انتخا ب کړل او څرګنده يې کړه چې د رسانه يي مرکزونو له خوا د دوو تنو خبريالانو د معرفي کيدو تر وخته پورې دې دغه دوه تنه په عالي شوراکې کار وکړي، خو له بده مرغه په څلورو کلونوکې دغه استازي انتخاب نه شول. حقيقت دا دى چې رسانه يي مرکزونو بې پروايي کړې ده؛ نه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت.
نوراني زياته کړه: د فدراسيون له خوا د دوو تنو خبريالانو انتخاب نورو رسانه يي کارکوونکو ته د  منلو وړ نه دي.
زياتره رسانه يي مرکزونه ددغو استازو انتخاب نه مني او طرحه کوي چې فدراسيون غواړي خپل افراد وتپي.
جلال نوراني دغه راز څرګنده کړه: هغه کسان چې د رسنيو د عالي شورا انتخاباتو ته حاضر نه شي؛ په خپله په دوى پورې به اړه ولري، ځکه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو له لارې رسانه يي مرکزونو او ژورناليستانو ته خبر ورکړى دى . په سبا غونډه کې لومړى په طرزالعمل باندې کارکيږي او وروسته انتخابات ترسره کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار د رسنيو په عالي شوراکې دغړيتوب لپاره د ژورناليستانو د استازو د انتخاب په باب د افغانستان د ژورناليستانو فدراسيون د پيشنهادونو په اړوند په دې باره کې يولړ مواردو ته اشاره وکړه او وې ويل: دافغانستان د ژورناليستانو فدراسيون نن د رسنيو په عالي شورا کې د غړيتوب لپاره د ژورناليستانو د استازو د انتخاباتو د طرزالعمل په اړوند د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طرزالعمل د ځينو هغو مادو په باره کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا نظرغوښتنې ته وړاندې شوې دي؛ يولړ وړانديزونه طرحه کړي دي.
د ژوناليستانو فدراسيون ادعاکوي چې په طرزالعمل کې ولې دمدني ټولنې د استازو د انتخاب څرنګوالى په پام کې نه دى نيول شوى؟
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني په دې باب د باخترآژانس خبريال ته وويل: مدني ټولنه له خپلواکو مدني مرکزونو څخه جوړه شوې ده او هغوى په خپله د استازو د انتخاب او نورو مرکزونو ته د استازي په توګه د هغوى د استولو لپاره خپل طرزالعمل لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه غواړي په دې اړوند لاس وهنه وکړي.
کله چې د مدني ټولنې د مرکزونو دغه استازي په خپله د دوى له خوا انتخاب اود اطلاعاتو او فرهنګ و زارت ته معرفي شي؛ د پخوا په شان به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغوى هرکلى وکړي.
دغه راز د رسنيو عالي شورا ته د ژورناليستانو د کانديديدو لپاره د شرايطو په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار وويل چې د ژورناليست مسلکي والى په حقيقت کې د ژورناليزم په مسلک کې هماغه لوړې زده کړې دي او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت طرزالعمل د دې ترڅنګ د ژورناليزم په عملي کارکې د بډاى تجربې لرلو ته هم لازم درناوى کوي.
نوراني د فدراسيون د بل وړانديز په باب چې د دوو تنوکانديدانو د رايو د برابروالى په صورت کې بايد انتخابات دويم پړاوته لاړ شي؛ داسې نظرڅرګندکړ: په دې اړوندکومه ستونزه نشته، خو غوره به وي چې په دې باب د سبا مجلس تصميم ونيسي.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار د رسنيو دعالي شورا د کاراوفعاليت دڅرنګوالى په باب زياته کړه چې د دغې شورا له جوړيدو وروسته به غړي يې په خپله د ډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو له قانون سره سم دخپل کار او فعاليت طرزالعمل تدوين کړي.
نوراني د رسنيو د عالي شورا د انتخاباتو د سراسري والى په باب هم وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلې هراړخيزې خبرتيا په ترڅ کې د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې د څو ورځپاڼو او د ملي راډيو-ټلويزيون له لارې ټولو ژورناليستانو او د خبريالى مرکزونو ته خبر ورکړى دى او په مسلمه توګه هر ژورناليست ته دکانديديدو او د رايې د ورکولو حق ورکړ شوى دى او دا د کار ډيره د موکراتيکه بڼه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته