سیاست

دسپينې ماڼۍ له خوا دملا محمد عمر دمړينې دخبر تاييد .

کابل باختر د زمري  اتمه :
سپينې ماڼۍ  دطالبانو دمشر  ملا محمد عمر مړينه کره او معتبره وبلله .
دسپينې  ماڼۍ يوه وياند ايريک شولتز ددغه خبر دجزيياتو په باب  له تبصرې پرته وويل کيداي شي  چې دملا محمدعمر دمړينې  په باب رپوټونه باوري وي خو ده دطالبانو دمشر دمړينې  دڅرنګوالي په باب څه ونه ويل .
دسپينې ماڼۍ وياند دغه راز څرګنده کړه چې دملا محمد عمر مړينه به په افغانستان کې دسولې اوثبات دتامينولو لپاره يوښه فرصت برابر کړي .
ده له طالبانو څخه وغوښتل چې دافغانستان ددولت سوله ئيزې داعيې  ته مثبت ځواب ووايي اوجګړه اوبې ثباتي  پاى ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته