خبرونهورزش

احمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

 کابل، د چنګاښ ۲۵ مه، باختر

د افغانستان د آزادو سیالیو اتل احمد ولي هوتک خپل پياوړي روسي سيال ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه تېره شپه په روسیه کې ترسره شوه او هوتک وتوانېد چې په خپل سپورتي ريکارډ کې يوه بله بريا هم زياته کړي.

په دې لوبه کې د احمد ولي هوتک پياوړی روسي سيال ولاديمير آسيپوف ښه وځلېد او وکولای شول څو څو ځلې د افغانستان د آزادو سياليو اتل ته ستونزې رامنځته کړي؛ خو  په پای کې هوتک وتوانېد چې خپل سیال ته ماتې ورکړي.

دا د احمد ولي هوتک لسمه بریا وه، هوتک په آزادو مبارزو کې یوازې یوه ماتې خوړلې ده.

هوتک وايي، هیله لري چې د امریکا د آزادو مبارزو په ستر سازمان او  یا U-FC سره یو ځای شي.

کار پوهان وايي، چې هوتک کولای شي ډېر ژر په آزادو مبارزو کې په دوامداره بریالیتوب سره د U-FC سازمان غړی شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته