سیاستTOP

جمهوررییس غني او د قطر امیر ټلیفوني خبرې وکړې

۴۰- کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې د قطر امیر، په یاد هېواد کې د افغانستان د مخکېني سفیر انجنیر عبدالحکیم دلیلي د وفات په خاطر جمهوررییس او د افغانستان ولس ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل.
همدا راز دواړو لوریو د افغانستان پر سولې پروسې د بحث ترڅنګ پر سملاسي اوربند ټینګار وکړ او د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې اوربند ته د زمینې برابرولو هڅې وکړي.
د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې جمهوررییس غني او د قطر امیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.#
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته