ټولنه

دبيت الله شريف د حج دبهير پاى ته رسيدل دبعثه هيئت په ستاينې سره اعلام شول

کابل باختر دليندي څوارلسمه
دحج او اوقافو وزير په برياليتپوب سره دروان کال دبيت الله شريف دحج دپاى ته رسيدو په اعلامولو سره بعثه هيئت  وستايه .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدي امله دحج او اوقافو په وزارت کې جوړه  شوې و دجمهوري رياست  ددويم مرستيال محمد کريم خليلي پيغام ولوستل شو چې په هغه کې  په سعودي عربستان کې افغان حاجيانو ته دبعثه  هيئت دارزښتناکو خدمتونو يادونه شوې  ده او د حج او اوقافو له وزارت څخه غوښتل شوي دي چې دراتلونکې کال دحج په پروګرام کې دې بيت الله شريف ته دتلوونکو دنوم ليکنې په وخت کې دغوښتونکو عمر په پام کې ونيسي او دحاجيانو دبيا ورتګ مخه ونيسي
په دې غونډه کې دحج  او اوقافو وزير ډاکتر محمد يوسف نيازي دبعثه هيئت کاري  بهيراو په سعودي عربستان کې افغان حاجيانو ته برابري شوي اسانتياوي بريالي وبللي  او له دې امله يې قدرداني وکړه .
ډاکتر نيازي په داسې حال کې چې دځينو ستونزو او ناخوالو يادونه وکړه او وي ويل چې دتيرکال په پرتله په روان کال کې په سعودي عربستان کې افغان حاجيانو ته زياتي اسانتياوي برابري شوي وي .
دغه راز د حج او اوقافو وزير ډاکتر نيازي دروان کال دبيت الله شريف د حج دبهير پاى ته رسيدل اعلام کړل اوويې ويل چې نن د ١٣٩٢ کال دبيت الله شريف د حج دبهير لپاره کار پيل شو .
په دغو مراسمو کې سلاکار وزيراو په روان کال کې دحج دبهير دڅارنې دهيئت رييس انجنير محمد يوسف پښتون او دهيواد دپارلمان يوه غړي هم خبري وکړي .
دمراسمو په پاى کې په هغو کسانو چې دبعثه هيئت په ترکېب کې يې حاجيانوته دخدمت په لاره کې وړتيا ښودلې وه ستاين ليکونه وويشل شول .
ديادونې وړ ده چې سږ کال دبيت الله شريف د حج دمراسمو په بهيرکې له پنځه څلويښتو څخه تر شپيتو تنو پوري افغان زيارت کوونکې وفات شوي دي او نږدي دوه تنه نور يې تښتيدلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته