امنیت

زابل: د ارغنداب ولسوالۍ په يوشمېر پوستو بريدونه شوي.

کابل باختر دمرغومې شلمه
تېره شپه وسله والو طالبانو د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه کړي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ډلېز ډول د ارغنداب ولسوالۍ د سيمه یېزو پولیسو په پوستو بريدونه کړی.
ده زياته کړه وسله والو طالبانو غوښتل چې په دغه ولسوالۍ کې د سيمه یېزو پولیسو پوستې سقوط کړي او ولسوالۍ ونیسي،خود امنيتي ځواکونو له کلک غبرکون سره مخامخ شول اودرنه مرګ ژوبله ورته واوښته.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته