امنیت

دموسى قلعه دولسوالۍ لپاره دطالبانو پخوانى نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
دوسله والوطالبانو د ډلې له خوا دموسى قلعه ولسوالۍ لپاره د طالبانو پخوانى نومول شوى ولسوال او دطالبانو دسرې قطعي قوماندان له دوو تنو همکارانو سره يې دافغان هوايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل :دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په هغو هوايي بريدونو کې چې تيره شپه دهلمند ولايت دموسى قلعه ولسوالۍ په چغالي  سيمه کې ترسره شول  دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا د موسى قلعه ولسوالۍ لپاره  پخوانى نومول شوى ولسوال سيد ګل له دوو تنو همکارانو سره يې ووژل شو  .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې : سيدګل دوسله والو طالبانو مشهور قوماندان و چې له زياتې مودې راپديخوا دموسى قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتروريستي پلانونو  په طرحه کولو او دبې ګناه خلکو په وژنې بوخت و او په زياترو تروريستي بريدونو  کې  فعاله  ونډه لرله ..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته