ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې دډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر دثور شپږ ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دسترې محکمې  دډاډ ګيرنې پيغام .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  سترې محکمې په خواشيني سره خبر ترلاسه کړ
چې دسترې محکمې يو سابقه لرونکي قاضي او قضايي پلټونکي قضاوتپوه محمد امين نيازي دورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوى دى .
ارواښاد قضاوت پوه محمد امين نيازي په ١٣١٨هجري لمريز کال کې په لوګر ولايت کې وزيږيد او دکابل پوهنتون دشرعياتو په پوهنځي کې دلوړو زده کړو له بشپړولو وروسته دلوى څارنوالي په اداره کې وټاکل شو اودپنځوسوکلونوصادقانه خدمت  په بهير کې يې  دڅارنوالي او قضا په پستونو کې مهمې دندې  په پوره صداقت او ايمانداري سره اجرا کړې .
ستره محکمه ددغه تجربه لرونکي قضايي کدر نشتوالى يوه ضايعه بولى او ارواښاد ته  دفردوس جنت او کورنۍ او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
دارواښاد فاتحه سبا دشنبې دورځې له غرمې وروسته  له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمې بجې پورې دکابل ښار په دريم مکروريان کې د نعمان بن ثابت په جامع جومات کې اخستل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته