امنیت

دکابل ښار په اتمه ناحيه کې دمقناطيسي ماين چاودنه.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
پوليس دهغې چاودنې په باب چې تيره شپه دکابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند طلايي ښارګوټي کې رامنځته شوه تحقيق کوي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې .
چاودنه تيره شپه دکابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند طلايي ښارګوټي کې رامنځته شوه .
ښايي چاودنه ديوه مقناطيسي ماين دکارولو زيږنده وي چې په يوه هايلکس موټر کې ځاى پرځاى کړاى شوى و.
دغه موټر په يوه سوداګر پورې اړه لرله .
دکابل دپوليسو يو خبرځاى دغه پيښه تاييد کړه خو په دې اړوند دجزيياتو له وړاندې کولو څخه يې ډ ده وکړه .
عيني شاهدانو په دې پيښه کې د ٤ملکي وګړو د ټپي کيدو خبره کړې ده .
دمقناطيسي ماينونو کارول زموږ هيوادوالو ته يوه جدى انديښنه ده ددغه شان پيښې په وروستى مورد کې د ١١١فرقي يو امنيتي مسوول دکابل ولايت دبګراميوولسوالۍ په مربوطاتو کې شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته