امنیت

په هرات ولايت کې دڅلورو تنو وسله والو طالبانو نيول کيدل .

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
  څلور تنه وسله وال طالبان دهرات  ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې له پيژندنې  وروسته ونيول شول .
دغه کسان چې د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې وو  دشينډنډ ولسوالۍ  په جاک سيمه کې دظفر  قول اردو دلومړي لوا ددويم کندک دځواکونو او دملي امنيت په ګډو عمليات کې نيول شوي دي .
دظفر قول اردو درستيزوال  جنرال اختر محمد دباختراژانس خبريال ته وويل: نيول شوي  کسان دتروريستي بريدونو تښتونې ، غلا او دامنيت ګډوډولو  په طرحه کولو  بوخت وچې  دلومړي لوا ددويم کندک او دشينډنډ  دملي امنيت درياست  له خوا له دريو  وسلو او دبي هوښۍ له يو بوتل درملو سره نيول شوي دي .
  دظفر قول اردو دعامه چارو خبرپاڼې  دتورنو شهرت ، نجيب الله دنظر محمد زوى ، عوض دعلاوالدين  زوى ، نجيب الله دخداي رحيم زوى ، جان محمد د غلام محمد زوى اعلام کړى دى چې له وسلو او دبي هوښۍ  له درملو سره نيول شوي دي .   داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په ادرسکن ولسوالۍ کې دلومړي لوا دپنځم کندک له خوا يو ياغي له وسلې سره يې ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته