امنیت

په بغلان کې د چاودنې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٩  :
په بغلان ولايت کې  د طالبانو له خوا دښخ کړاى شوي بم  دچاودنې له امله  ديوې ښځې  او دوو ماشومانوپه ګډون اووه تنه ووژل شول او څوارلس تنه        نور ټپيان شول.
دغه پيښه پرون ناوخته دمرکزي بغلان  دنجارانو په کوڅه چې يوه ګڼ ميشته   سيمه ده  رامنځته شوې ده .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ بم  په يو بايسکل کې ځاى پرځاى شوي و او دښځو او ماشومانو دتيريدو په وخت کې له  ليرې واټن څخه وچوول شو.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال اميرګل حسين خيل بغلاني دباختر آژانس ته وويل  په دې چاودنه کې  اووه تنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول.
ده وويل ؛ بم په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و  اوله ليرې واټن څخه وچوول شو.
درارسيدلو خبرونوله مخې :  ددغې پيښې په قربانيانو کې  يوسرتيرى هم شامل دى  او نور وژل شوي او ټپيان  ملکي وګړي دي چې يوه ښځه او دوه ماشومان  هم  په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
دمرکزي بغلان دروغتون يو مسوول ډاکتر خليل نرمګوى  ددغې پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
دبغلان ولايت امنيتي مقامات طالبان ددغه بمي بريد عاملين بولي او وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته