امنیت

په ميدان وردګوکې څلور تنه تښتولي شوي سرتيري په ډزو سره ووژل شول

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
په ميدان وردګو ولايت کې وسله والوطالبانو په پاى کې څلور تنه تښتول شوي سرتيري په ډزوسره ووژل.
پوليس وايي چې د دغو سرتيرومړي يې نن سهار ترلاسه کړي دي.
دعامه نظام د پوليسو څلور تنه سرتيري د سه شنبې په ورځ د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والوطالبانو له خوا وتښتول شول. يو سرتيرى د طالبانو له منګولوڅخه  په تيښتې بريالى شوى دى .
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي له باختر آژانس سره په اړيکه کې تاييدکړچې طالبانو څلور تنه تښتول شوي سرتيري وژلي دي.
په همدې حال کې خوږيانى وايي چې امنيتي ځواکونو د دغو سرتيرو د ژغورنې دعملياتو په بهيرکې د طالبانو په ډلې پوره تړلي دولس تنه افراد نيولي دي.
د ميدان وردګوامنيتي مسوولين وايي: ښايي په نيول شويوکسانوکې د دغو سرتيرو د تښتونې اصلي عاملين هم شامل وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته