نړۍ

ځانمرګو يرغلګرو دپاکستان په هوايي اډې بريد وکړ .

اسلام اباد باختر د زمري شپږ  ويشتمه

 وسله والو کسانو چې په اتوماتو وسلو ، لاسي بمونو او ځانمرګو واسکټونو  سمبال وو  نن سهار د ميناس په هوايي اډې  چې داسلام اباد په شپيته کيلومتري واټن کامه سيمه کې پرته ده بريد وکړ .

 دباختر اژانس دخبر له مخې، يرغلګرو پوځي يونيفورم  او ځان مرګي واسکتونه درلودل چې  دامنيتي ځواکونو او يرغلګرو  ترمنځ جګړه کې نهه تنه يرغلګر او يو پاکستاني عسکر وژل شوى دى .

 تراوسه پورې څرګنده نه ده چې يرغلګر څه ډول دغې مهمې اډې ته ننوتلي دي. دابريد دشپې په دوو بجو وشو .

 وسله والو کسانو چې پوځي جامې يې لرلي دغې هوايي اډې ته  ننوتي وو اويوه تن يې له دغه ځاى څخه توغندي وتوغاوه چې له امله يې  دهوايي ځواک يوه الوتکه زيانمنه شوه .

 ديرغلګر  په وخت کې په هوايي اډه کې ديرش الوتکي موجودې وې په دې بريد کې نهه تنه يرغلګر او يو عسکر وژل شوي او ددغې هوايي اډې دقوماندان په ګډون  شپږ تنه امنيتي  ځواکونه ټپيان شوي دي چې ديوه تن يې روغتايي حالت خراب بلل شوى دى .

  له دغې پيښې وروسته دهوايي ډګر او هوايي اډې  په شاوخوا کې امنيتي تدبيرونه زيات شوي دي .

 تراوسه پورې دننني بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى  .

 دپاکستان دکراچي په ښار کې  دميران پر هوايي اډې د ٢٠١١ م کال دمي دمياشتې په  ٢٢ نيټه ورته بريد وشو چې يرغلګرو د څو امنيتي ځواکونو پر وژلو سربيره دوه الوتکي هم ويجاړي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته