امنیت

په کندزکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه دوه تنه ماشومان وژغورل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
دکندز ولايت د ملي امنيت منسوبينو دوه تنه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل او د قضيې عاملين يې ونيول.
دوه انسان تښتوونکي بانډونه چې ويل کيږي په دې وروستيوکې يې په کندز ښارکې وروستى سازمان ورکوونکى تښتونې ترسره کولې؛ تيره شپه د ملي امنيت د رياست د منسوبينو له خوا ونيول شول.
دکندز والي محمد عمر صافي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ماشومان دملي امنيت دځواکونو دعملياتو په بهيرکې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول.
ويل کيږي دغه دوه تنه ماشومان چې يوه اوونۍ مخکې د کندز له ښار څخه تښتول شوي وو؛ د پيسو له ورکولو پرته آزاد شول .
صافي زياته کړه: په وروستيو دوو مياشتوکې په کندز ښارکې د انسان تښتونې ١٩ پيښې رامنځته شوې دي چې زياتره يې دپيسو د ورکولو په بدل کې آزاد شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته