امنیت

په قندهارکې دسيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان وژل کيدل او د هغه د افرادو مسموميت

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٧ :
په قندهار ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوقوماندان دخپل سرتيرى له خوا په ډزوسره ووژل شو.
ويل کيږي، دغه يرغلګر سرتيرى خپل همکاران مسموم کړل او وروسته يې د قوماندان په ترور لاس پورې کړ.
دغه پيښه تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په  سپيروان سيمه کې رامنځته شوه .
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل چې دغه يرغلګر سرتيرى لومړۍ  د خپلو همکارانو د شپې په  خوړو کې مسمومونکي توکي واچول او د هغوى له مسموميت وروسته يې خپل قوماندان باچا په ډزوسره وواژه .
د قندهار د والي ويندوى په دې تروريستي پيښه کې د وسله والو طالبانو لاس لرل؛ تائيدوي او وايي چې ديرغلګر سرتيرى د موندلو اونيولو لپاره پلټنې دوام لري.
تراوسه پورې  دمسموم شويو سرتيرو دبرخليک په باب خبرنه دى ترلاسه شوى .
دقندهار سيمه ييز مقامات هم په دې باب د نظر له ورکولو څخه ډډه کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته