سیاست

حامدکرزي دايران دجمهوررييس دلوړې په مراسمو کې ګډون کوي

_ کابل باختردزمري دمياشتې ٤ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس  حامدکرزى ټاکل شوې ده دايران داسلامي جمهوريت دمنتخب جمهوررييس ډاکترحسن روحاني دلوړې  په مراسمو کې د ګډون لپاره دروان کال دزمري مياشتې په ديارلسمه نيټه دغه هيواد ته سفر وکړي .

دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باخترآژانس ته  خبرورکړ.

 دبهرنيو چارو وزير به په دې  سفر کې دهيواد له جمهوررييس سره ملګرتيا وکړي.

افغانستان او ايران دوه ګاونډي  ورونه  اودګډې ژبې  او ګډفرهنګ لرونکي هيوادونه دي او ګډ برخليک لري.

دواړو هيوادونو په تيره يوه لسيزه کې ددوه اړخيزو اړيکو په ټولو اړخونو کې  نږدې اړيکې اوهمکارۍ تجربه کړي  دي .

ددغو همکاريو دلازياته   ژورتيا اوپراختيا په تيره بيا ددواړو هيوادونو ترمنځ  اودسيمې په کچه په اقتصادي او تجارتي اړيکو کې ددواړو هيوادونو له سترو لومړيتوبونو څخه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته