سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دمهاجرينو په چارو کې د اروپا اتحاديې له هيئت سره وکتل.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين او سرپرست حکمت خليل کرزى پرون دمهاجرينو په چاروکې د اروپا په اتحاديه کې د مهاجرينو دساتنې دلوي رييس لورينت ميشل داروپا اتحاديې له هيئت سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دکتنې په پيل کې دبهرنيو چارو وزارت سرپرست له افغانستان سره د اروپا اتحاديې دهمکاريو له امله په مننې سره څرګنده کړه : دمهاجرت موضوع په هماغه اندازه چې ستاسو هيوادونو ته ستونزې رامنځته کړې دي دافغانستان د زياتې انديښنې سبب هم شوې دي ځکه هغه کسان چې له هيواد څخه وځي ځوان نسل او د زده کړې خاوند ځوانان دي چې دهيواد دپرمختګ او ثبات لپاره دهغوى تخصص او ځواکمنيا ته زياته اړتيا ده .
دغه راز ميشل دهغو ستونزو دبيانولو په ترڅ کې چې دافغانستان په ګډون دبيلابيلو هيوادونو دمهاجرنيو دورتګ له پلوه د اروپا اتحاديې غړو هيوادونو ته رامنځته شوې دي څرګنده کړه چې داروپا اتحاديې اړوندو مقاماتو د هغو مهاجرينو دايستلو په ګډون چې دپناه غوښتنه يې رده شوې دي .
ددغې اتحاديې غړو هيوادونو ته دنويو مهاجرينو دمخنيوي په مقصد نوى پروګرامونه ترڅيړنې لاندې نيولي دي .
په دې کتنه کې دمهاجرينو دراستنولو دچارو او کار ، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو دچارو دوزارتونو معينانو او په کابل کې د اروپا اتحاديې ځانګړى استازى هم ګډون کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته