امنیت

په کندز ولايت کې وسله والو طالبانو ته دسردروندزيان.

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دولس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دپامير دشلمې فرقې وياند ډګرمن  غلام حضرت  کريمي دباختراژانس  خبريال ته وويل:دامام صاحب ولسوالۍ دقرغز او پل پاکستاني په ساحو کې تيره شپه پراخ عمليات ترسره شول چې له امله يې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپاړلس تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې :نن سهار وسله والو طالبانو يوماين دکندز ښار دمخابراتو سړک په ساحه کې ښخ کړى و او نيت يې درلود چې دپوځيانو دکاروان په تيريدو سره ماين وچوي .ماين وچاوديد خو چاته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته