ټولنه

د نيالګيو د ايښودلو په کمپاين کې دهرات دديني عالمانو تيارى

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ٢١ :
د هرات دعالمانو ټولنه به دنيالګيو دايښودلو په کمپاين کې ګډون وکړي.
دغه ټکى نن دجوماتونو دخطيبانو او امامانو په نوبتي غونډه کې بيان شو.
دحج  او اوقافو رئيس سيد عبدالواحد اثمي په  دې غونډه کې د نيالګيو دايښودلو د اهميت په باب خبرې وکړې او خلک يې دنيالګيو ايښودلو ته وهڅول.
ده دغه راز له خلکو څخه وغوښتل  ترڅو د نيالګيو په  ساتنې او   سمسورتيا  کې  ونډه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته