امنیت

په ننګرهارکې دنويو نښتو په پايله کې دڅلورو وسلهوالو طالبانو وژل کيدل

 کابل / باختر/ د زمري ١٧ مه
په ننګرهار کې په نويو نښتو کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او اته نور يې ټپيان شول.
دغه طالبان نن غرمه په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ډار اچونې ضد عملياتو په بهير کې ووژل شول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو  يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس  ته ويل، چې په دغو نښتو کې د دوو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون  ٤ وسله وال طالبان ووژل شول او  اته نور ټپيان شول.
هغه وويل، چې پر دغو طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ بازار ته څېرمه دهغوى په پټنځي کې بريد شوى دى .
د ننګرهار په خوږياڼو کې د ډار اچونې ضد عملياتو  له پيل څخه  د يوې اوونۍ په تېريدو سره په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
دغه عمليات هماغه شان دوام لري .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته