امنیت

دماين په چاودنه کې دوه تنه ماشومان ټپيان شول .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
دننګرهارپه ولايت کې نن په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله  دوه تنه ماشومان ټپيان شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل: دوه تنه ماشومان  هغه وخت ټپيان شول چې دسرحدي قواوو رنجر موټر دجلال اباد ښار په پنځمه ناحيه کې  له ساحې څخه دتيريدو په حال کې و او ښخ کړى شوي ماين وچاوديد .
مشرقي وال زياته کړه چې په دې پيښه کې رنجرموټر او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته