امنیت

له ډاراچوونکو سره د بريالۍ مبارزې له امله ديوې پوځي قطعې ستاينه

کابل باختر دغويي دمياشتې ١ :                                                         
د امن او عامه نظم  لوا يوه جنګي قطعه  چې  په  فراه  ولايت کې يې په خپلو دندو کې له ځانه وړتيا ښودلې وه  وستايل شوه .                                           
ددغې قطعې ځواکونه چې د امن اوعامه نظم ددريمې لوا د لومړي کنډک  ښوونيز او جنګي پرسونل تشکيلوي  دڅو تيرو مياشتو په بهيرکې له تروريستانو سره  دجګړې په لومړۍ ليکه کې وو.                                         
دامن  او عامه نظم ددريمې لوا قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق ايلخاني  ددغه کنډک منسوبين چې په  فراه ولايت کې يې شپه او ورځ  د خلکو لپاره دښه امنيت د تامينولو په  خاطر يې له ځان وړتيا ښودلې وه قدردانې وکړه.
ايلخاني  په  ټولو خلکو يو شان د قوانينو تطبيق  او د  خلکو دسر او مال  او دهېواد دځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو ساتنه يې ددغو ځواکونو له دندو اومکلفيتونو څخه وبلل  او ويې ويل  دخپلو دندو په بهيرکې دې هلې ځلې   وکړي  ترڅو دخلکو رضايت او  اعتماد  له امنيتي ځواکونو سره حفظ او تقويت شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته