سیاست

د پاکستان صدراعظم: د اړتيا په وخت کې پاکستان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دى

اسلام اباد پاکستاني خبري منابع باختر دکب دمياشتې ١٢ :
د پاکستان صدراعظم نوازشريف ويلي دي چې په افغانستان کې د نوي حکومت له  جوړيدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو په تيره بيا د کابل او اسلام آباد ترمنځ امنيتي اړيکو  له کيفي پلوه بدلون موندلى دى.
باخترآژانس ته په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي: نوازشريف د دواړوهېوادونو ترمنځ د امنيتي همکاريو د زياتوالي له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې افغانستان ته د پاکستان د لوى درستيز سفر د مهمو امنيتي مسئلو په حل کولو کې ګټور ثابت شوى دى.
د پاکستان صدراعظم دغه ټکى پرون په اسلام آبادکې د افغانستان له سفير جانان موسي زي سره په کتنه کې بيان کړ.
خو له هغه وروسته چې محمد اشرف غني د روان کال د تلې په مياشت کې د جمهور رييس په توګه دچارو واګي ترلاسه کړل؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ښه والى موندلى دى.
په  همدې موده کې د پاکستان د اردو لوى درستيز راحيل شريف څه ناڅه درې ځلې کابل ته سفرکړى دى.
دپاکستان صدراعظم نواز شريف د افغانستان له سفير سره په کتنه کې وويل: دى په افغانستان کې په دې وروستيو وختوکې د واورې ښوئيدنې د مرګانيو پيښو له امله په ژوره توګه خواشينى شوى دى.
پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې نواز شريف جانان موسي زي ته وويل چې پاکستان کله چې د افغانستان خلکو مرستې ته اړتيا پيدا کړې ده؛ د دوى ترڅنګ دريدلى دى .
د پاکستان صدراعظم نوازشريف ويلي دي: خوښ به وي چې د افغانستان خلکو ته زياتې مرستې برابرې کړي.
په  دې وروستيو وختوکې په افغانستان کې د واورې د سختو اورښتونو او واورې ښوئيدنې له امله په سلګونو تنه وژل شوي؛ کورونه يې ويجاړ او لارې او سړکونه تړل شوي دي.
د همدې خبرله مخې: دپاکستان په مرستې بار دوه الوتکې د شنبې په ورځ افغانستان ته رسيدلي دي.
د پاکستان صدراعظم نوازشريف په اسلام آبادکې د افغانستان له سفيرسره په دې کتنه کې هيله وکړه چې د افغانستان د سولې خبرې دې ګړندۍ شي او ډير ژر مثبتې نتيجې ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته