ټولنه

دبغلان نوى مستوفي معرفي شو .

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
دبغلان ولايت نوى  مستوفي   پرون ددغه ولايت  دوالي عبدالحي نعيمي  له خوا ددغې ادارې کارکوونکو ته معرفي  شو .
محمد ظاهر  عبادي دبغلان ولايت دمستوفي په توګه وټاکل شو .
  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت ددولتي ادارو ، دولايتي شورا غړو او يوشمير قومي متنفذينو   په ګډون جوړه شوې وه  دبغلان والي عبدالحي نعيمي په اداري نظام کې  ټاکنه او بدلون  يو اصل وباله ددغې ادارې دپخواني مستوفي  دماموريت په وخت کې دده کړه وړه څخه په قدرداني  سره ياده کړه او له نوي  مستوفي څخه  خلکو ته دخدمت هيله وکړه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته