کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٢نيټه :
پنځلس تنه داعشيان پرون په ننګرهار ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باختر آژانس ته وويل: دغه داعشيان د دغه و لايت د خوږياڼيو او اچين ولسواليو په مربوطاتوکې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
فقيري زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونوکې شپږ تنه نور داعشيان ټپيان شول.
پاى ع ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ