سیاست

دافغانستان په خاورې دپاکستان دټوپونو بريدونه بيا پيل شول

کابل باختر دوري شپږمه
پاکستاني پوځيانو په کونړ ولايت دخپلو توپونو او توغنديو بريدونه له سره پيل کړل .
  دکونړ ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې دپاکستان اردو له پرون څخه تراوسه پورې ديرش توغندي ددانګام په ولسوالۍ توغولي دي .
دکونړ والي فضل الله واحدي له باختراژانس سره په خبرو کې وويل، دغه بريدونه له څو مياشتې ځنډ وروسته پيل شوي دي او ددانګام ولسوالۍ په ځينو سيمو توغندي لګيدلي دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل ، دتيرکال دژمي له پيل څخه تر پرون پورې پاکستاني ځواکونو په کونړ راکتي او دټوپونو بريدونه نه و کړي خو پرون له غرمې وروسته په کونړ ولايت  راکتي او دټوپونو بريدونه له سره پيل شوي دي .
دکونړ والي وويل چې ددغو بريدونو له امله ملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته