اقتصاد

دفراه دبخش آباد دبند تفصيلي ډيزاين پيليږي.

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :
دانرژۍ او اوبو وزير انجينر علي احمدعثماني ددغه وزارت درئيسانو  او ماهرانو او دفراه دوالي په ملګرتيا په دغه ولايت کې دبخش آباد بند وکوت.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دانرژۍ  او اوبو وزير په  فراه ولايت کې دبخش آباد  دکتنې په موخه دغه ولايت ته سفر وکړ او دفراه دوالي محمدآصف ننګ په ملګرتيا دبخش آباد بندساحې دکتنې لپاره اويا کيلومتره لرې ددغه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ ته لاړ.
دانرژۍ او اوبو وزارت داطلاعاتو او خپرونو آمريت څرګنده کړه چې ددغه بند دتفصيلي ډيزاين قرارداد دروان  هجري لمريز کال دغبرګولي دمياشتې په ٢٦نيټه  دهلمند دساختماني دستګاه  له تصدۍ اوله يوه ايټالوي شرکت سره لاسليک  شوى و.
له هغه وروسته د  فراه ولايت په ځينو ساحو کې  د  تاوتريخوالي زياتوالى د دې سبب شوچې دايټالوي شرکت اودهلمند دساختماني دستګاه دتصدۍ انجينران  ونه کړاى شي ساحې ته سفر  وکړي  چې دغه  درې مياشتې  د انرژۍ او اوبو وزارت مهمې انديښنې بللې کيږي .
له همدې امله دانرژۍ او اوبو وزير علي احمدعثماني وپتيله چې ددغه وزارت دتخنيکي ټيم  ديوشميرغړو او دفراه دوالي  په ملګرتيا دبند ساحې ته سفروکړي.
په دې سفرکې له سختو ا منيتي انديښنو سره يوځاى  و . عثماني دبند ساحه له  نږدې وکتله او له اړوندو انجينرانو سره يې دبند تفصيلي ډيزاين  دپيل دڅرنګوالي او دتخنيکي اړخونو په باب خبرې وکړې او لازمې لارښوونې يې وکړې.
دانرژۍ او اوبو وزارت په باور ددغه بند د جوړولو دکار دګړندي کولو په خاطر به دبخش آباد بند د جوړولو  کار داړوندو مقاماتو له پريکړې سره سم په دريو پړاونو وويشل شي چې په دې صورت کې به  ددغه بند د جوړولو موده له پنځو کلونو څخه کمښت ومومي.
له همدې امله دفراه والي محمدآصف ننګ  دانرژۍ او اوبو له وزارت سره دسيمه ييزې ادارې دنږدې همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دساحې دامنيت دښه والي په خاطر به دوګړنيو همغږو په ګډون هر راز همکاري ترسره کړي.
دفراه والي دغه راز دبخش آباد بند سيمه ييزو ښيګڼو ته اشاره وکړه او ويې ويل له شک پرته دبالابلوک دولسوالۍ خلک په تيره بيا دسيمې اوسيدونکي ساحې  ته دانجينرانو اودماشينرۍ دليږدونې لپاره دزمينې دبرابرولو په خاطر همکار دي.
زموږ هېوادوال  له څه مودې را په دې خوا په زياتو ولولو سره دسلمابند دپرانستل کيدو اودکجکي بند دپراختيا قرارداد له امله هرکلى وکړ او دبخش آباد بند دتفصيلي ډيزاين دقرارداد لاسليک دعامه سوکالۍ او ددايمي پراختيا په لاره  کې يو  ګټور ګام بولي.
ديادونې وړ ده چې دفراه دبخش آباد بند دهېواد  په جنوب  لويديځ کې  دفراه  رود په وړاندې جوړيږي اودهغه تفصيلي ډيزاين کار اتلس مياشتې دوام کوي.
دانر ژۍ او اوبو وزارت دمعلوماتو له مخې :  دغه بند ديو ملياردو درې سوه مليون مترمکعب اوبو دزيرمې ظرفيت لري  او هم په هغه   کې داوويشت ميګاه واټه بريښنا دتوليدظرفيت شته چې په فراه ولايت کې  به زموږ  د زرګونو هېوادوالو کورونه روښانه کړي.
له بلې خوا ددغو اوبو په زيرمه کيدو سره به  څه دپاسه اته شپيته زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته