خبرونهاقتصادTOPروغتیا

په هرات کې د اکسيجن د توليد لومړنۍ دستګاه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

 کابل/ د غوايي٢٢مه/ باختر

د هرات په شهيد بسيم روغتون کې د اکسين د توليد لومړنۍ دستګاه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د اکسين د توليد دغه مرکز د څه دپاسه ٧٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

د هرات يو روغتيايي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د اکسيجن د توليد دغه دستګاه  د کوردايد بنسټ جوړه کړې چې په هره دقيقه کې  د٣٠٠ کیلو اکسيجن د توليدولو ظرفيت لري.

په هرات ولايت کې د کوردايد موسسې مسوولين وايي  چې دغه دستګاه د اروپا اتحاديې په مالي ملاتړ  جوړه شوې چې په يوه دقيقه کې د ٣٠٠ کیلو اکسيجن د توليدولو وړتيا لري.

له بله پلوه د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال اصف کبير په دغه ولايت کې د کرونا واکسين د کمپاين د نوي دورې د پيل  خبر په ترڅ  کې وويل چې دغه دستګاه کولاى شي  د کرونا د سلو ناروغانو د اکسيجن اړتيا تامين کړي.

نوموړي دغه راز وويل چې د دې دستګاه په فعاليدو سره د کرونا ويروس د خپريدو په بيړنيو حالاتو کې د اکسيجن د کمښت ستونزه حل کېږي.

په هرات کې  د شهيد بسيم  د روغتون مسوول عبدالمنان ازادمنش  وايي اوس  په دغه روغتون کې  په کرونا ويروس ٢٠  اخته کسان په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هغه دغه راز وويل چې همدا اوس  په لويديځه  حوزه کې يوازې دغه روغتون فعال دى او په کرونا اخته  ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته