ټولنه

د ګوښه توب په غبرګون کې د ډبرو سګرو د سلګونو تنو کارګرانو اعتراض

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٥ :
په بغلان ولايت کې د کرکر، دودکش او آهن درې د ډبرو سکرو په کانونو پورې  اړوند د افغان کول کمپنۍ سلګونو تنو معترضو او غوصه ناکوکارګرانو نن د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ دروازه وتړله .
دغو اعتراض کوونکو خپلو کاري دفترونو ته د کانونو د کارګرانو، کارکوونکو او د مشرتابه هيئت د ورتک مخه ونيوله.
د دغو مظاهرو  يو تن برخه وال انجنير کمال د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: موږ له افغان کول کمپنۍ سره د کانونو او پتروليم وزارت د قرارداد د لغوه کولو او  د پلخمري د ډبرو سکرو او باغ معدن په ګډون دکانونو    د٥٢٠ تنو کارګرانو او کارکوونکو دستونزو او د بې سرنوشتۍ د څيړنې غوښتوونکي يو چې اوس د خلکو له خوا د لوټيدو په حال کې دي.
ده زياته کړه: د غوښتنو د نه څيړنې په صورت کې  به موږ کارګران د پلخمري _ کندز او د پلخمري _ مزار  لويې لارې د ترافيکو پرمخ وتړو.
سيدکمال الدين د افغان کول کمپنۍ يوه تخصصي او يوه قانون منده کمپنۍ وبلله او څرګنده يې کړه چې دغه کمپنۍ د کانونو له وزارت سره د لاسليک شوي پروتوکول له مادو سره سم مکلفه ده چې د ډبرو سکرو د زيرمو  په تثبيتولو او د ٤٥ مليونو ډالرو په پانګونې سره د ډبرو سکرو کلنى استخراج يو مليون ټنو ته  لوړ کړي؛ خو  له  ١٣٨٣ کال  را په دې  خوا  چې دکرکر، دودکش او د آهن درې  د ډبرو د سکرو کانونه په دغې کمپنۍ پورې اړوند شول. سربيره پردې چې  يوه افغانۍ پانګونه نه ده شوې په پاى کې د کارکوونکو په ډله ييز ګوښه کولو سره   د کانونو دروازې د کارګرانو پرمخ وتړلې شوې او د ډبرو سکرو را ايستل وځنډول شول. 
دغه راز معترضو کارګرانو د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له تړلو وروسته   د غوري د سمنټو په فابريکې  چې په افغان کول کمپنۍ پورې اړه لري؛ بريد وکړ  او د اعتراض کوونکو او  د امنيې قوماندانۍ د پوليسو ترمنځ د نښتې سبب شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دې نښته کې شپږ تنه ووژل شول چې د باختر آژانس خبريال حفيظ الله اخلاص هم په ټپيانوکې شامل دى
په پاى کې دغه مظاهرې د کانونو دکارګرانو د ستونزو د حل کولو په لار ه کې د ژمنې په باب د امنيې قوماندانۍ د امنيت د آمر جنرال اميرګل حسين خيل په   لاسوهنې سره پاى ته ورسيدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته