امنیت

د ننګرهار په خوږيانيو کې دشپږو تنو وسله والوکسانو وژل کيدل

کابل باختر د زمري اوولسمه :
دننګرهار ولايت په ځينوسيموکې  دپوځي عملياتو په بهير کې تيره شپه شپږ تنه وسله وال طالبان  ددغه ختيځ ولايت  دخوږيانيو په ولسوالۍ کې ووژل شول.
دغه عمليات داردو او پوليسودسلګونو تنو پوځيانو په ګډون  دوه ورځې مخکې دخوږيانو او دشيرزاد په ولسواليوکې پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري .
دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې  تيره شپه ددغوپوځي عملياتو په بهير کې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغوطالبانو داردو اوپوليسو دپوځيانو له خوا دهاشم خيلو په کلي کې بريد وشو او ووژل شول .
دترلاسه شويو شميرنو له مخې ، ددغو پوځي عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې  دخوږيانيواو دشيرزاد دولسواليو په اړوندو سيموکې څه ناڅه يوسلو پنځوسو تنو پاکستاني او افغان طالبانو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.
افغان پوځي قوماندانان وايي  چې دغه عمليات به په بشپړه توګه  دتروريستي ډلو له شتون څخه ددغو دوو ولسواليو تر پاکولو پورې  دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته