کابل / د مرغومي ٦مه / باختر :
اتلس وسله وال طالبان پرون په بلخ او سمنګانو ولسوالۍ کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل : دغه وسله وال طالبان د بلخ په کشندې او د سمنګانو د کوز دره صوف ولسواليو په مربوطاتو کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې په ايوبي مشهور قاري احمد ، ملامعاذ او د وسله والوطالبانو دوه نور کليدي غړي هم شامل دي.
هغه زياته کړه : په دغو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو يو -شمير وسايط او جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ