امنیت

د طالبانو د ډلې د انشعابي څانګې مشرملا عبدالمنان نیازي په برید کې ټپي شو

کابل / د غويي ۲۲ / باختر
د طالبانو د ډلې د انشعابي څانګې مشر ملا عبدالمنان نیازي د یرغلګروپه برید کې ټپي شو.
هغه تېره شپه خپل قرارګاه په لورروان و چې د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتوکې د یرغلګرو په کمين کې ټپي شو.
دهرات یوې امنیتي سرچېنې ونه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي باخترآژانس ته وویل چې په دې برید کې دملا نیازي ٣ ساتوونکي ووژل شول او دی ټپي شو.
ګولۍ د ملا نیازی په سر او پښولګېدلی دی هغه اوس د هرات په حوزوي روغتون کې تردرملنې لاندې دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملا عبدالمنان نیازي تل د ملاهیبت الله په مشرۍ طالبان د پاکستان د استخباراتي سازمان مزدور بللي دي او ویلي دي چې د دغې ډلې پروړاندې جنګېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته