کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :
په سمنګانو ولايت کې نن نهه تنه وسله وال طالبان د سولې له بهيرسره يوځاى شول.
دسمنګانو د ملي امنيت رئيس باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د غلام سخي په مشرۍ له خپلو وسلو سره د دغه ولايت د ملي امنيت د منسوبينو د هلو ځلو په نتيجه کې په ايبکو ښارکې دسولې له بهيرسره يوځا ى شول.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه ولايت په مقر کې جوړه شوې وه، دسمنګانو ولايت امنيتي مسوولينو له نورو وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې له بهيرسره يوځاى شي او د نورو خلکو په شان عادي ژوند پيل کړي.
دغونډې په پاى کې دملي امنيت رياست له خوا په دغو کسانو نغدي سوغاتونه هم وويشل شول.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل