فرهنګ

ډاکتر کمال سادات دغزني دتاريخي درمسال اودهندوانو د نورو تاريخي اماکنو په بيا رغاونۍ ټينګار وکړ

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٩:
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست نن  دملي شورا دمشرانو جرګې له غړې انارکلي هنريارسره په کتنه کې  دغزني ولايت دتاريخي  درمسالونو او معبدونو دبيارغاونۍ ژمنه وکړه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې کتنه کې لومړى   په سنا مجلس کې  دهندوانو دخلکو استازې انارکلي هنريار په غزني ولايت کې د درمسال  او معبد دبيارغاونۍ  داړتيا خبر ورکړ  چې زر کلن تاريخ  لري او دله منځه تللو په  حال کې دي .
دې څرګنده کړه چې  افغانستان له بيلابيلو قومونو او مذهبونو څخه جوړ شوى دى ا وهندوان دافغانستان له قومونو څخه دي  .
دې  زياته کړه  چې  دهندوانو معبد چې په غزني ولايت کې موقعيت لري  له
تاريخي آبداتو شميرل کيږي او له دريو کلونو  را په دې خوا څو ځلې  دبيارغاونۍ وړانديز يې شوى دى خو په دې برخه کې هيڅ پاملرنه نه ده شوې.
دکتنې په پاى کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددې ټکي په څرګندولو سره  چې سکان  او هندوان دهېواد له مهمو قومونو څخه دي  او د تاريخي آبداتو او اماکنو ساتنه  ددغه وزارت  له مسووليتونو څخه دي  اوپه دې برخه کې به ډير ژر اقدام وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته