اقتصاد

په تخارکې اورلګيدنې په ميليونونو افغانۍ زيان اړولى دى

تالقان باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه  :
د تخار ولايت د چاه آب ولسوالۍ د بازار هټيوالو ته د اور لګيدنې له امله په ميليونونو افغانۍ زيان اوښتى دى.
د تخار ولايت  د امنيې قوماندانۍ وياندخليل اسير دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه اور د دغه ولايت د چاه آب ولسوالۍ په بازارکې د بريښنا د شارټۍ له امله ولګيد چې له امله يې د ٣٠٠ دوکانونو مالونه له منځه تللي دي .
ده څرګنده کړه: اور  تېره شپه  په اته نيمو بجو ولګيد او تر نن سهار پورې دوام وکړ چې له امله يې د لرګي پلورنې دوه سرايونه او د پومبې، خوراکي توکو او د مبايل پلورنې په لسګونو دوکانونه او درملتونونه سوځيدلي دي.
ده زياته کړه: په دغې ولسوالۍ کې د اور وژنې د وسايطو  نشتوالى او له تخار ښارڅخه د اور وژنې د وسايطو  په را رسيدوکې ځنډ د دې سبب شو چې اور   پراختيا ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته